د ۱ پاکستاني شرکت په ګډون ۱۱ نړیوالې کمپنۍ د امریکا په تور لېست کې شامل شوې

د ۱ پاکستاني شرکت په ګډون ۱۱ نړیوالې کمپنۍ د امریکا په تور لېست کې شامل شوې

د یوې پاکستانۍ کمپنۍ په ګډون ۱۲ بهرنۍ کمپنۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (23 ثور ۱۳۹۸ نېټه) د امریکا په تور لېست کې شامل شوې.

 

د دغو شرکتونو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو د امریکا د صنایعو او امنیت څانګې (BIS) منشي ویلبر روز ویلي، چې د دغو کمپنیو فعالیت د امریکا او امریکایانو امنیت ته ګواښ دی، نو ځکه دوی تر دې وروسته نشي کولی، چې په امریکا کې فعالیتونه وکړي.

 

د دغو شرکتونو د فعالیت ساحې او د مالکینو په تړاو جزیات هم نه دي خپاره شوي، خو د ډان ورځپاڼې د راپور پر اساس، پر یوه پاکستاني شرکت سربېره پنځه اماراتي، یو چینایي او یو د هنکانګ شرکتونه دي.

 

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، ټول هغه سازمانونه یا افراد، چې جرمي فعالیتونه ترسره کوي یا پرې د جرمي فعالیتونو د ترسره کېدو شک وي زموږ د ادارې له بندیزونو سره به مخ شي.

 

په بحراني اقتصادي حالت کې د امریکا له بندیزونو سره د پاکستاني شرکتونو او افرادو مخ کېدل د پاکستان پر اقتصاد ناوړه اغېز کولی شي او ورسره په دې هېواد کې د بېکارۍ کچه هم لوړه تللی شي. دا ځکه چې د دغو شرکتونو د قراردادونو او پروژو له لارې په زرګونه کسان په پاکستان کې پر کاروبار بوخت دي او له امریکا د پروژو نه ترلاسه کول به یې وضعیت نور هم ور خراب کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له ناوړه اقتصادي حالت څخه د ځان ایستو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۶۰۰ میلیارد ډالر پور اخلي، چې له امله به یې په پاکستان کې قېمتونه نور هم لوړ شي او د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت به نور هم ټیټ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.