پرون د یکشنبې پر ورځ د ایران جمهور رییس حسن روحاني د ایران او امریکا تر منځ د هستوي توافق په اړه امریکايي خبري تلوېزون (CBN) سره مرکه کړې. روحاني وویل چې د هستوي توافق په لاسلیکولو سره یې د امریکا او ایران تر منځ د دښمنۍ د ختمولو پر لور لومړی ګام واخیست. هغه زیاته کړه چې:
«که چېرې امریکا دښمني څنګ ته کړي، له نېک نیته کار واخلي او ماضي جبران کړي د امریکا او ایران تر منځ به راتلونکې اړیکې کاملا بدلې شي. زه فکر کوم موږ لومړی قدم واخیست»
د ایران جمهور رییس د لاسلیک شوي توافق په صحیح توګه تطبیق او د ایران او امریکا تر منځ د اقتصادي ماملو زیاتوالی د باور په رامنځته کولو کې اړین توکي وبلل.
د روحاني په اند د ایران او امریکا تر منځ د باور د زیاتولو او اړیکو د ښه کولو لپاره ډېرې زمینې موجودې دي.
Leave a Reply