د پاکستان مخکېنی ولسمشر اصف علي زردادي د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
زردادي د تورو پیسو د سپینولو په تور د پولیسو لخوا په اسلام آباد کېنیول شوی.
هغه د پاکستان د سترې محکمې په حکم نیول شوی دی او تور پرې پورې شوی چې له جعلي لارو به یې د ځان په ګټه پیسې جمع او خوندي کولې.
ښاغلي زرداري په ۹۰یمه لسیزه کې هم د مالي فساد په جرم زنداني شو خو محکمې وروسته خپله پرېکړه بېرته واخیسته.
Leave a Reply