سعودي عربستان ۲۵۰ روهنګیايي کډوال بنګلدیش ته واستول

سعودي عربستان ۲۵۰ روهنګیايي کډوال بنګلدیش ته واستول

سعودي عربستان ۲۵۰ روهنګیايي کډوال بنګلدیش ته واستول.

سعودي کې د خپلواک روهنګیايي ایتلاف غړي وايي سعودي په زور دغه کډوال بنګلدیش ته لیږي چې دا غیر قانوني کار دی.

اوس مهال په سعودي کې ۳۰۰ زره روهنګیايي مسلمانان اوسیږي چې کاري او د اوسیدو اجازه لري.

روهنګیايي ایتلاف وايي دغه روهنګیايان په غیر قانوني توګه په سعودي کې اوسیدل او له قاچاقي لارې دغې هیواد ته رسیدلي وو.

دې ایتلاف ویلي؛ بیرته استول شوي کډوال بنګلدیش ته له رسیدو سره سم هلته د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.