سعودي غیر قانوني حاجیان زندان ته اچوي

سعودي غیر قانوني حاجیان زندان ته اچوي

محور؛ یوه نۍ، د اسد میاشتې شپږمه: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه کسان به ونیسي او زنداني به یې کړي، چې په غیر قانوني ډول د حج په مراسمو کې ګډون کوي.

د سعودي پولیسو ټولو موټر چلوونکو ته امر کړی، چې له قانوني اسنادونو پرته حاجیان مکې او مدینې ته ونه لېږدوي، که نه په یاد جرم کې خپله موټر چلوونکي هم شامل بلل کېږي.

ویل کېږي چې غیر قانوني حاجیان به تر شپږ میاشتو په زندان کې وي.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هر کال لږ تر لږه دوه میلیونه مسلمانان د حج فریضې اداکولو په نیت سعودي عربستان ته ځي. سږ کال به نېږدې ۳۰ زره افغانان هم د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.