سوریه کې هوايي برید؛ رسنۍ وايي ۱۰ ملکیان په کې وژل شوي

سوریه کې هوايي برید؛ رسنۍ وايي ۱۰ ملکیان په کې وژل شوي

د سوریې په شمال غربي سیمو کې هوایي بریدونو لږ تر لږه لس تنه وژلي دي.

دا سیمه د بشارالاسد د رژیم د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې ده.

د سوریې د بشري حقونو ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وایي دا بریدونه په کفوروما سیمه کې شوي دي.

د یادې ډلې په خبره په دې بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون لس کسان وژل شوي دي چې ټول یې ملکي وګړي دي.

د سوریې دولتي ځواکونه وایي چې دا بریدونه یې د داعش ډلې پر مرکزونو کړي دي خو د بشري حقونو د لندن میشتې ډلې په وینا په دې هېواد کې کم شمېر داعش جنګیالي حضور لري او هغوی هم ډېر پټ ګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.