سوډان کې بیا لاریونونه پیلېږي

سوډان کې بیا لاریونونه پیلېږي

اپوزیسیون وايي حکومت که یې غوښتنې و نه مني دا ځل به په پراخه کچه لاریونونه وکړي.

 

اخوا نظامي شورا چې په واک کې ده اپوزیسیون ته یې ګواښ کړی چې په لاریونونو کې د هر ډول مرګ ژوبلې مسوولیت یې خپل دی.

 

اپوزیسیون پر لاریون کوونکو غږ وکړ چې نظامي حکومت یې له غوښتنو سرغړونه کوي او باید د پلازمېنې خرطوم واټونو ته را ووځي او خپل غږ پورته کړي.

 

په تیرو لاریونونو کې هم د نظامي حکومت او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

اپوزیسيون له نظامي کمیسیون غواړي چې واک په سوله اییزه توګه ملکیانو ته وسپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.