سي آی اې: د القاعده شبکې مشر پاکستان کې پټ دی

سي آی اې: د القاعده شبکې مشر پاکستان کې پټ دی

د امریکا د استخباراتو ادارې، یا سي ای اې موندنې ښيي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان په خاوره کې پټ دی.

 

فاکس نیوز وايي، الظواهري د شمالي وزیرستان په یوې غرنۍ سیمه کې پټ شوی دی.

 

تر دې وړاندې د امریکا هوايي ځواک په ۲۰۱۶ کال کې د شمالي وزیرستان شاوال سیمه په نښه کړه چې ګومان کېده هلته ایمن الظواهري پټ دی، خو لیدل کېږي چې برید بریالی نه و او الظواهري ژوندی دی.

 

د القاده شبکې مخکېنی مشر اسامه بن لادن هم کلونه مخکې د پاکستان په خاوره کې  ووژل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.