عربي ټولنه: سوریايي کوډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي

عربي ټولنه: سوریايي کوډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي

عربي ټولنه غواړي چې سوري کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د عربي ټولنې اقتصادي کنفرانس کې له نړیوالو هیوادونو غوښتنه وشوه چې د سوریې بې ځایو شویو او کډوالو سره مرسته وکړي ترڅو خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د ملګروملتونو د وروستیو راپورونو له مخې اوس مهال ۵.۶ میلیونه سوریايي کډوال په پنځه ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي.

د لبنان په پلازمینه بیروت کې د عربي ټولنې غړي هیوادونه راټول شوي و چې د عربي نړۍ په تړاو مهمې پریکړې وکړي.

د دې ټولنې غړو هیوادونو د ګڼو نورو اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ د سوري کډوالو په بیرته ستنیدو هم خبرې اترې وکړي.

د اردن ولسمشر مایکل اوون وايي پر داسې یو پرپوزل کار کوي چې له نړیوالو پکې وغواړي چې د سوریې کډوالو بیرته ستنیدو کې مرسته وکړي.

((موږ د دې کنفرانس د وروستۍ پایلې لپاره پر یو پرپوزل کار کړی چې د سوریې کړکیچ هم پکې شامل دی او هغه کډوال هم پکې راځي چې دې کړکیچ پرې ډیر بد اغیز کړی دی. موږ د خپلو هیوادونو د اقتصادي موضوعاتو په اړه هم خبرې کړي.))

مایکل اوون د عربي ټولنې د هغه بانک د بیا پښو درولو په اړه هم خبرې وکړې چې د عربي هیوادونو د بیا رغونې لپاره ډيره بودیجه ورکولای شي.

((ما په دې کنفرانس کې هغه وړاندیز هم وکړ چې له مخې به یې د پرمختګ د سټراټيژۍ په تړاو هم خبرې وشي. داسې میکانیزم به هم په کار واچول شي چې شتو ننګونو ته ځواب و وايي. د عربي بانک بیا فعالول د ټولې عربي نړۍ لپاره ښه فرصتونه برابرولای شي.))

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې له جګړه ځپلو سیمو د کډوالو د وتلو لړۍ پیل شوه چې یوازې اردن ته یې یو میلیون کسان کډوال شول.

د ملګرو ملتونو د تازه راپورونو له مخې اوس مهال په پنځه ګاونډیو هیوادونو؛ ترکیې، لبنان، اردن، مصر او عراق کې ۵.۶ میلیونه سوري کډوال اوسیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.