عرب ته د پاپ لومړی سفر

عرب ته د پاپ لومړی سفر

پاپ فرانسېس لومړنی عیسوي مشر دی چې عربي نړۍ ته سفر کوي او هلته له تودهرکلي سره مخ کيږي.

عربي نړۍ ته د یوه عیسوي مشر دا لومړی سفر دی.

د عیسویانو مشر پاپ فرانسېس متحده عرب اماراتو کې د دغه هیواد د مشرانو له تود هرکلي سره مخ شو.

پاپ فرانسېس هلته پخپله وینا کې ټول انسانیت یوه کورنۍ وبلله او په منځني ختیځ کې د فعالو سخت دریځو ډلو فعالیت مخالفت یې وکړ.

((زموږ د سترګو پر وړاندې جګړه او بد وضعیت روان دی، زه په ځانګړې توګه، د یمن، سوریې ، عراق او لیبیا په اړه فکر کوم. موږ د انسانیت د یوې کورنۍ وروڼه یو. راځئ چې د وسله والو پر وړاندې خپل دريځ لا پیاوړی کړو.))

د پاپ د دې کنفرانس ګډونوال وايي په دوبۍ او ګڼو نورو هغه سیمو کې چې دوی ورته سفر کړی له ښه چلند سره مخ شوي دي.

((موږ ټول د بیلابیلو ملیتونو خلک چې په دوبۍ کې یو له ډير ښه چلند سره مخ کیږو، دا یو اسلامي هیواد دی خو حکومته موږ ته اجازه راکوي چې هر خوا مو زړه وي ولاړ شو. دا کار د ټولو عقیدو خلک سره یو ځای کوي. ما له ډيرو خلکو سره کتلي او ټولو راسره ډیر ښه چلند کړی دی.))

پاپ داسې مهال دا خبرې کوي چې پر یمن د سعودي هوايي بریدونه اوس هم دوام لري چې لویدیځ یې ملاتړ کوي.

اخوا سوریه او عراق کې هم د داعش جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې او ورځ  تر بلې نسبي ارامه شوې جګړه بیرته پراخیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.