فلوريډا کې چاودنې تر شلو ډېر کسان ټپيان کړي دي

فلوريډا کې چاودنې تر شلو ډېر کسان ټپيان کړي دي

د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کې د پیزې په یوه رسټورانټ کې چاودنې تر شلو زیات کسان ټپیان کړي دي.

 

دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل سیمې د جنوب په هغه واټ کې شوې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي.

 

د چاودنې له امله رسټورانټ ویجاړ شوی، څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن شوي. که څه هم د اطفایيې مامورینو ویلي چې د پېښې په ځای کې یې د ګاز چاودلي پایپونه موندلي، خو چارواکي وايي، د پېښې د عواملو په اړه پرېکړه تراوسه له وخته مخکې ده.

 

د سیمې د پولیسو یوې افسرې جسیکا راین ویلي، په چاودنه کې لږترلږه ۲۱ کسان برسېرن ټپیان شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.