قریشي: د هند هر ډول تېري ته ځواب وایو

قریشي: د هند هر ډول تېري ته ځواب وایو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند لخوا د پاکستان په خاوره بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی دی

قریشي ویلي د پاکستان پوځ چمتو دی چې د هندي ځواکونو هر راز ته سخت ځواب ورکړي، په داسې حال کې چې شپې هندي جېت الوتکو د پاکستان په حریم ۴۵ دقیقې مانور اجرا کړی دی

د هغه په خبره، زمونږ خلک دې د هند له بریدونو وېره نه لري، ځکه مونږ کولای شو چې د دغه هېواد پوځ ته ځواب ورکړو.

هندي په لومړي ځل تېره شپه د پاکستان په بېلا بېلا سیمو کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي

هندي پوځ ویلي، د جېش محمد ډلې مرکزونه یې په نښه کړي چې زیات شمېر ترهګر يې هم وژلي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.