له بحران سره مخ وینزوېلا

له بحران سره مخ وینزوېلا

وېنزویلا هیواد له سیاسي پلوه له سخت بحران سره مخ دی.

اپوزیسیون ګوند د حکومت له فشارونو سر بیره هم له امریکا مرستې اخلي او د نیکولاس مادرو واکمني ننګوي.

خوان ګوایډو او پلویانو یې دا مرستې د کولمبیا له سرحدونو انتقال کړې دي.

اپوزیسیون دغه مرستې په داسې حال کې له کولمبیا سره له ګډې پولې تېروي چې مادرو له دغې هیواد سره ټولې اړیکې پرې کړې دي.

د خوان ګوایډو دغه کار د مادرو سخته غوسه را پارولې او زیاته کړې یې ده چې دا د حکومت له قانوني دریځ سرغړونه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.