لیبیا کې له اوبو د ۶۲ کډوالو مړي را ایستل شوي

لیبیا کې له اوبو د ۶۲ کډوالو مړي را ایستل شوي

په لیبیا کې د سرې میاشتې کارکوونکو د دې هېواد په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ ۶۲ مړي له اوبو را ایستلي دي.
دا کسان اروپا ته پر لاره وو چې د لیبیا په اوبو کې یې کښتۍ ډوبه شوه.
د لیبیا د سرې میاشتې کارکوونکو ویلي و چې د ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کډوال د لیبیا سواحلو ته نږدې تري تم شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پر یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي، هغه پناه غوښتونکي چې د ښه ژوند په هڅه کې وو ډوب شوي دي.
هغه له ټولو پناه اخیستونکو غوښتنه کړې ده چې ښه ژوند ته باید له قانوني لارو چارو د رسېدو هڅه وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.