ملګرو ملتونو سعودي ایتلاف په تور لیست کې شامل کړ

ملګرو ملتونو سعودي ایتلاف په تور لیست کې شامل کړ

ملګروملتونو د دریم کال لپاره د متحده عرب اماراتو او سعودي ګډ ایتلاف د یمن جګړې په خاطر په تور لیست کې شمیرلی دی.

یمن کې له حوثیانو سره جګړې سلګونه تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرس پخپل کلني راپور کې ویلي د دغې جګړې له امله تر اوسه له ۷۰۰ زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په وژل شویو ملکيانو کې ډیره برخه ماشومان دي.

بشر حقونو اندیښنه ښودلې چې د سعودي ایتلاف له لوري د وژل شویو شمیر ښايي تر دې هم زیات شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.