مودي: اولنی برید تمرین و؛ اصلي لوبه نه ده پیل شوې

مودي: اولنی برید تمرین و؛ اصلي لوبه نه ده پیل شوې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، په پاکستان کې يې د هوايي ځواکونو وروستی برید تمرین و؛ خو اصلي لوبه او کار له دې وروسته پیلېږي

 

مودي خبرداری ورکړی چې د سیمې په هر ګوټ کې به د ترهګرو پټنځای په نښه کړي او له منځه به یې یوسي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې په کچه به هند ته ټول پېښ ګواښونه او خطرونه له منځه وړي.

 

هغه دا هم ویلي چې چوکۍ ورته مهمه نه ده، بلکې تر هر څه وړاندې ورته هند ارزښت لري چې باید ساتنه ترې وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.