مولانا: د پاکستان حکومت انتقامي سیاست غوره کړی

مولانا: د پاکستان حکومت انتقامي سیاست غوره کړی

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: مشال راډيو د مولانا فضل الرحمن په حواله راپور ورکوي چې د پاکستان حکومت انتقامي سیاست غوره کړی دی.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو پر واکمن تحريک انصاف د سياسي انتقامي کړنو تورونه لګولي دي.

د جمعيت علمای اسلام (فضل الرحمن) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۲۷مه، په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې د عمران خان حکومت جعلي دی او ټول اپوزیسیون ګوندونه د حکومت ضد یوموټی دي.

مولانا فضل الرحمن زياته کړه چې د پلټنو د ناسمې کارونې له امله موجوده حکومت خپل اعتماد بايللی دی: “دا پلټنې نه دی بلکې سياسي زنداني کول دي. د پلټنو په نامه انتقامي کړنې روانې دي. د سياسي مشرانو نيولو لړۍ په هره زمانه کې شوې خو سياستوالانو د دې مقابله کړې ده.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.