مکسیکو کې میشت د مرکزي امریکا کډوال له بد وضعیت شکایت کوي

مکسیکو کې میشت د مرکزي امریکا کډوال له بد وضعیت شکایت کوي

 

له یو کال زیاته وخت وشو چې یاد کډوال د مکسیکو په تیجوانا ښار کې دیره دي او تر اوسه ورته امریکا ته د اوښتې اجازه نه ده ورکړل شوې.

اخوا د دغه دیوال د جوړیدو له  امله په امریکا کې د حکومت ځنډیدل ۲۲مې ورځې ته ورسید.

امریکا ته د تلوونکو کډوالو هیلې یې د یخ ژمي سختۍ هیرې کړې دي.

د مکسیکو په تېجوانا کې میشت کډوال د خپل سخت ژوند له کړاونو شکایت کوي او له نړیوالو د مرسته غوښتنه کوي. په دې کډوالو کې داسې کورنۍ هم شته چې له لسو کلونو راهیسې له امریکا دباندې اوسیږي او په دې تمه دي چې یوه ورځ به امریکا ته اوړي.

((کله چې ما غوښتل امریکا ته ولاړ شم او له هغې ځایه بیرته ډیپورټ شوم نو ماته امریکايي ځواکونو وویل چې ته باید لس کاله له امریکا د باندې تیر کړې. زما نهه کاله کیږي، یو کال پاتې دی. زما زړه دی چې بیرته خپل هیواد اېلسوادور ته ستون شم. که زه غیر قانوني کار وکړم د کډوالو چارو له لوري به زندان ته واچول شم.))

دا کډوال وايي کمپونه یې اسانتیاوې نه لري او د ژمي موسم کې ورته دلته پاتې کیدل ډیر سخت دي.

((دلته اوسیدل ډير سخت و ، کله ډيره یخني وه، کله ډيره لوږه وه، د ویده کیدو لپاره ځای نشته. خو دا زموږ د وضعیت پورې هم اړه لري چې که کډوال ښه چلند وکړي، نور وضعیت به یې هم ښه شي.))

د کډوالو د پنډغالو مسوولین وايي هڅه یې دا ده چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي او هغوی ته له کمې مودې وروسته د کار اسانتیاوې برابروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.