هند او روسیه ګډ نظامي تمرینات ترسره کوي

هند او روسیه ګډ نظامي تمرینات ترسره کوي

د روسیې ددفاع وزارت رسنیو ته ویلي چې اندرا ګډ نظامي تمرینات به په ډسمبر میاشت کې په هند کې ترسره شي.

د سرچینې په وینا په دغه تمریناتو کې به ځمکني، هوايي او بحري ځواکونه ګډون کوي او د خپل ډول تر ټولو پراخ تمرینات به وي.

روسیې او هند په دې وروستیو کلونو کې ګڼ ګډ تمرینات ترسره کړي دي.

د اندرا په تېرو ګډو تمریناتو کې چې په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شول، ۵۰۰ روسي او هندي ځواکونو برخه اخیستې وه.

خو ویل کېږي چې دا ځل به د سرتېرو او وسایطو شمېر پکې ډېر وي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.