هند په نړیواله کچه د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې انزوا ته مټې بډ وهلي

هند په نړیواله کچه د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې انزوا ته مټې بډ وهلي

پاکستاني رسنۍ وايي، د هند کرکټ بورډ مسوولینو هڅې پیل کړي چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله له راتلونکي نړیوال جام او نړیوالو لوبو څخه وغورځوي

هند هڅه کوي چې پاکستان له نړیوالو لوبو څخه وغورځوي او ځایګي ته يې سخت ګوزار ورکړي

د رسنیو د راپور له مخې، د هند کرکټ بورډ مسوولین لابي کوي چې د آی سي سي، یا د کرکټ نړیواله شورا قانع کړي چې پاکستان له نړیوال جام بهر او نورې نړیوالې لوبې ورته  ورنه کړي.

کشمیر کې پر هندي ځواکونو له خونړي ځانمرګي برید وروسوته، د پاکستان هند اړیکې خورا خراب حالت ته رسېدلي چې یو پر یو بل د بریدونو ګواښ کوي.

هند ویلي برید په پاکستان کې پلان شوی و

تازه د هند پوځ هم موندلې چې د کشمیر ځانمرګي برید کې کارېدلي چاودېدونکي توکي پاکستاني دي چې د دغه هېواد پوځیان يې کاروي او جېش محمد ډلې ته يې په واک کې ورکړې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.