هندي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د سختۍ ګرمۍ څپو نېږدې ۳۶ کسان مړه کړي دي.
د دې هېواد د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې مشر ویلي، هند سږ کال تر ټولو سخته ګرمي تجربه کوي چې په تېرو څو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
چارواکي وایي، د ګرمۍ دغه څپې د دې هېواد په شمالي او مرکزي برخو کې ډېرې احساسېږي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
په روانه میاشت کې په ډهلي ښار کې د هوا ګرموالی ۴۸ درجو ته رسېدلی دی.
دغه راز د دې هېواد په یوه بل ایالات راجستان کې بیا د میاشتې په سر کې ان ۵۰ درجې ګرمي وه.
ویل کېږي چې د بارانونو کمښت په دغه هېواد کې زیاتې ګرمۍ ته لار هواره کړې ده.
Leave a Reply