سپینه ماڼۍ به نن د دولتي ادارو د ځنډ په تړاو مهمې څرګندونې وکړي.
د امریکا د نیمايي ادارو د ځنډ نن ۲۸ ورځې پوره کېږي خو په تړاو یې هيڅ کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن به په سویلي سرحدونو کې د بشري ناورین او د مکسیکو پر پوله د دیوال جوړولو په اړه مهمې خبرې وکړي.
ټرمپ د بودیجې د نه تصویب پر سر د سنا مجلس مشرې نانسي پلوسي یو شمیر سفرونه هم ځنډولي دي.
پلوسي وايي که دا سفرونه یې په شخصي توګه کړي وای ژوند یې له ګواښ سره مخ کیده.
Leave a Reply