ټرمپ د جمهوري غوښتونکو له نیوکو سره هم مخ شو

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو له نیوکو سره هم مخ شو

د ټرمپ پر خلاف جمهوري غوښتونکو هم خپل غږ پورته کړ.

د حکومتي ادارو د ځنډ له امله د امریکا ولسمشر د خپل ګوند له نیوکو سره هم مخ دی.

دا جمهوري غوښتونکي اوس د کانګرس له ډیموکراټو غړو هم غواړي چې بودیجه دې تصویب کړي.

ټرمپ دا خبرې وروسته له هغې کوي چې تیره اونۍ یې له ډیموکراټانو سره ومنله چې د لنډمهال لپاره به د حکومتي ادارو ځنډ پای ته ورسوي.

شاوخوا ۸۰۰ زره کارکوونکي اوس مهال د کانګرس او سپینې ماڼۍ د سیاسي شخړې قرباني دي.

ټرمپ وايي دا ادارې به د فیبروري تر ۱۵مې نيټې پورې پرانیستې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.