د ټرمپ مرستندویه بنسټ تړل کېږي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خیریه بنسټ له دې امله تړل کېږي چې ناقانونه کارونه يې کړي دي
دغه اقدام نیویارک کې د یوې څارنوالۍ لخوا شوی دی
د نیویارک لویې څارنوالې د روان کال جولای کې د ټرمپ خیریه ټولنه په پرلپسې ناقانونه چارو تورنه او د هغې د ړنګولو غوښتنه یې وکړه.
د نیارک لویې څارنوالۍ کې یوه څارنواله انډر ووډ وايي، د ښاغلي ټرمپ او د هغه د اولادونو ډونالډ جونیر، اېوانکا او اېريک پر ضد به قضيه همداسې روانه وي
ټرمپ تر اوسه د څارنوالۍ ددې اقدام په اړه غبرګون نه دی ښوولی
Leave a Reply