ټرمپ: که مکسیکو سره دېوال ونه رغېده، پوله به وتړو

ټرمپ: که مکسیکو سره دېوال ونه رغېده، پوله به وتړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته ګواښ وکړ چې  که د پولې پر سر دیوال جوړولو ته اجازه ور نه کړي، هغه به ټولې پولې وتړي

ډونالډ ټرمپ پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بودیجې له تصویب پرته بل بدیل نشته

ټرمپ وايي دا ۵ میلیاردي پروژه باید تصویب شي او چې ورسره د حکومت د ځنډیدو مخه هم ونیول شي.

اوس هم د امریکا له نیمايي برخې کمې ادارې د بودیجې د نه تصویب له امله ځنډیدلي دي.

په ځنډیدلو ادارو کې د سنا مجلس هم شامل دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.