ټکساس کې وسله وال برید ۲۰ کسان وژلي دي

ټکساس کې وسله وال برید ۲۰ کسان وژلي دي

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د امریکا ټکساس ایالت الپاسو ښار یوه مغازه کې یوه وسله وال کس په ډزو لږترلږه ۲۰ کسان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
پېښه د امریکا او مکسیکو ترمنځ له پ‍ولې شاوخوا ۶۵۰ میله لرې شوې ده.
د ټکساس والي ګرېګ ابوټ دا پېښه “د ټکساس په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او بده ورځ بللې ده.” د ۹ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
پېښه د “سیلو ویسټا” سوداګریز مرکز ته څېرمه د “ولمارټ” پلورنځیو د لړۍ یوه سوداګریز مرکز کې شوې ده.
چارواکو یو ۲۱ کلن مشکوک کس چې سپین پوستی بلل شوی، نیولی او باور کېږي همدی په برید کې یوازېنی ښکېل کس دی.
د امریکا رسنیو د نیول شوي مشکوک کس نوم پاتریک کروسیوس ښودلی، چې وايي د دالاس سیمې اوسېدونکی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.