پاکستانیو ځواکونو نن یو ځل بیا کشمیر کې د هند پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
هندي رسنیو ویلي: پاکستان اوربند مات کړی دی او نن سهار يې د هندي ځواکونو ځینې پوستې په توغندیو ویشتلې دي
پاکستاني ځواکونو تر اوسه د هند ددې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي
تېره ورځ د هند لومړي وزیر خبرداری ورکړی و چې پر پاکستان بیا برید وکړي او هغه ترهګر به په نښه کړي چې هند ته ګواښ پېښوي
Leave a Reply