پاکستان ته تازه ګوتڅنډنه

پاکستان ته تازه ګوتڅنډنه

د مالي اقدام نړیوالې ډلې پاکستان ته ۹ میاشتې وخت ورکړی، چې د دوی د وړاندیزونو اړوند دې ګامونه پورته کړي

دغې ځانګړې ډلې ویلي، پاکستان يې ۲۷ وړاندیزونه ورکړي چې باید پر وړاندې يې اقدام وکړي

په وړاندیزونو کې مهم هغه يې له ترهګرۍ سره مبارزه او له ترهګرو سره د مالي ملاتړ بندوالی دی

د مالي اقدام نړیوالې ډلې ویلي، د ترهګرو له نیمايي زیات مالي ملاتړ له پاکستان سرچینه اخلي، چې باید دغه هېواد نور له اورپکو مالي ملاتړ ونه کړي

پاکستانیو چارواکو بیا ویلي، ترهګر له بهره تمویل کېږي او دوی په کې هېڅ رول نه لري.

د پیسو نړیوال صندوق په دې وروستیو کې پر پاکستان خپلې مرستې درولي او امریکا هم په دغه اقدام لاس پورې کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.