پاکستان له چین پور اخلي

پاکستان له چین پور اخلي

پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې چین به ډېر ژر پاکستان ته دوه میلیارد ډالر مرسته په پور ورکړي.

یادې رسنۍ زیاتوي، چین به دغه مرسته د پاکستان د پیسو د ثبات او دغه راز د اقتصادي ودې په موخه ورکړي.

په دې وروستیو کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګڼو اقتصادي ستونزو او نړیوالو فشارونو سره مخ دی.

همدا اقتصادي ستونزې او نړیوال فشارونه د دې لامل شوي، چې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت تر دې کچې ولوېد چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل شوی.

پاکستان د همدې اقتصادي ستونزو او د پیسو ارزښت د کنټرول په موخه هلې ځلې پیل کړې، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه یې هم مرسته وغوښته، خو هغوی د اصلاحاتو تر راوستو او پخوانیو حسابونو تر چاڼ کولو پورې د پیسو له ورکړې انکار وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.