ترکیې د پاکستان له هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې به یې د ترکيې اپوزیسون فتح الله ګولېن ډله يې ترهګریزه ډله بللې وه.
د ترکیې ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر سره په لیدنه کې همداراز د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د فتح الله ګولېن اړوند ټول ښوونځي به د ترکيې حکومت چوکاټ ته ننوځي.
په لیدنه کې دواړو خواوو هوکړه کړې چې له هرډول وسله والې او ترهګریزو ډلو سره په ګډه مبارزه کوي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل د اړیکو پراخولو په موخه د لوړ پوړي هیت په مشرۍ ترکیې ته تللی او هلته یې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي
Leave a Reply