پاکستان کې د حکومت یو مُنتقد ترور شوی دی

پاکستان کې د حکومت یو مُنتقد ترور شوی دی

محمد بلال خان چې په خواله رسنیو کې تل د پاکستان پوځ خلاف فعالیت کاوه په اسلام اباد کې ووژل شو.

 

نن دوشنبه د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې د ټولنیزو رسنیو فعال محمد بلال د اسلام اباد په “جي ناین فور” سیمه کې د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی او ملګری یې ټپي دی.

 

د پاکستان پولیسو ویلي، “کوم کس چې محمد بلال ته زنګ کړی و او دی یې دغې سیمې ته راغوښتی و، د همدې کس له لوري پرې  برید شوې او د چاقو په وسیله یې وژلی.”

 

تر دې مخکې د اسلام اباد پولیسو ویلي، “غلو د کراچۍ کمپنۍ سیمه کې پر محمد بلال ډزې کړي، خو روغتون ته لېږد  پر مهال وژل شوی.”

 

د محمد بلال کورنۍ او ملګري بیا وایي چې وسله‌وال لومړی محمد بلال په زور له کوره ایستلی او بیا یې وژلی.

 

د معلوماتو پر اساس محمد بلال ۲۳ کلن و چې تل به یې پر خوال رسنیو د پاکستان پوځ پر خلاف فعالیت کاوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.