پاکستان کې ټرافیکي پېښه

پاکستان کې ټرافیکي پېښه

د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې په دغه پیښه کې ۱۴ ټپیان او لږ تر لږه ۲۶ نور مړه دي.

پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو بس له لارۍ سره ټکر وکړ.

راپورونه وايي دغه بس له کراچۍ څخه پنجګړ سیمې ته پر لار و چې د بلوچستان په یوه سیمه کې یې لارۍ سره ټکر وکړ.

روغتیايي چارواکي وايي  ټپیان یې روغتون ته لیږدولي خو د نهو تنو وضعیت پکې ډیر د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

په مړو کې هم داسې جسدونه شته چې د ډيرو سوځيدو له امله له پیژندګلوۍ وتلي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.