پر پاکستانیو پوځیانو برید

پر پاکستانیو پوځیانو برید

د پاکستان د پوځ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې څلورو بريدګرو پرون مازيګر په ياده سيمه کې د دوى پر يو روزنيز مرکز بريد کړى و.

سرچينې زياته کړې، چې تر يوې لنډې نښتې وروسته درې بريدګر ووژل شول او څلورم يې چې ځانمرګى بريد ګر و، ځان پخپله الوځولى دى.

د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې نښته کې څلور ملېشه سرتيري هم وژل شوي دي او دوه نور يې ټپيان دي.

بلخوا بلوڅ خپلواکۍ غوښتونکي ډلې په ټولنيزو شبکو کې ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې دا بريد يې په کندهار کې د دوى د يو قوماندان د وژل کېدو په غبرګون کې کړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.