پنجابیو پوځیانو بښنه وغوښته

پنجابیو پوځیانو بښنه وغوښته

د پاکستان د پوځ مسوولینو د هغه کار له امله بښنه وغوښته چې سرتېري يې د شمالي وزیرستان خېسور سیمې یو کور ته په زور اوښتي و

پاکستانیو پوځیانو ویلي: نور به ورته پېښې نه تکرارېږي

پنجابي پوځیان له کلونو راهېسې تورن دي چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو په نوم پښتانه زوروي او سر تورو ته یې په سپکه ګوري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له لویو غوښتنو همدا ده چې پنجابیان دې شمالي وزستان کې خپل علمیات ودروي، ځکه دا عملیات د ترهګرو پر ضد نه بلکې د پښتنو پر ضد دي.

څو اوونۍ وړاندې د شمالي وزیرستان د خیسور سیمې یو ماشوم حیات خان په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې ویلي و، چې د هغه پلار او رور پوځیانو نیولي او اوس څو پوځیان د هغوی کور ته په زوره ننوځي او د میرمنو ستر ماتوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.