د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومانداني ادعا کړې چې د عمان په خلیج کې يې د دوی یوه ډرون الوتکه ویشتل شوې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، د جون په ۶ مه نیټه یې یوه ډرون الوتکه د حوثي یاغیانو لخوا ویشتل شوې وه، خو د همدې میاشتې په ۱۳ مه نېټه یې بله الوتکه هم تر بری لاندې راغلې ده.
چارواکو ټینګار کړی چې ددوې اړوند یوه ام کیو ۹ ډوله بې پیلوټه الوتکه د جون په ۶ مه نيټه د حوثي یاغیانو لخوا د اس ای ۶ ډوله توغندي سره ویشتل شوې ده.
د هغوی په خبره، حوثي یاغیانو د جون په ۱۳ مه نيټه هم د عمان په خلیج کې ددوې په یوې ډرون الوتکې د تیلو په لیږوونکو لویو کښتیو د برید نه سمدلاسه وروسته برید شوی دی.
Leave a Reply