په فلسطنیانو د اسراییلو تازه بریدونه

په فلسطنیانو د اسراییلو تازه بریدونه

اسراييلو یو ځل بیا په لویدیځه تړانګه کې  پر فلسطنیانو بریدونه کړي.

په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي.

د اسراييلي ځواکونو موخه دا ده چې فلسطنیان له خپلو سیمو او کورونو وباسي.

دا بریدونه وروسته له هغې کیږي چې په رام الله کې یو فلسطیني پر اسراييلي برید وکړ او هغه یې برسیرن ټپي کړ.

وژل شوی کس ۳۸ کلن و او جنازه کې یې سلګونه کسانو ګډون کړی و.

نهه تنه نور هم د اسراييلي ځواکونو په ‌ډزو کې په لویدیځه تړانګه کې ټپیان شوي دي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د دغې پیښې غندنه وکړه او زیاته یې کړه چې اسراييلو له اوږدې مودې راهیسې د ظلم او زیاتي پالیسي پیل کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.