د سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې د سوریې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی، چې یوازې له بشارالاسد څخه د ملاتړ په صورت کې د سوریې د جګړې پای ممکن کوي. پوتین وايي یوازې د سوریې خلک حق لري د خپل راتلونکي هېوادني مشر په اړه پرېکړه وکړي.
د روسیې ولسمشر وویل، د زور له لارې او هر بل اقدام چې د سوریې د قانوني دولت د نسکورولو په نیت اخستل کېږي کولای شي داسې ترینګلي شرايط رامنځ ته کړي چې د سیمې په نورو هېوادونو کې یې موږ ننداره کوو.
پوتین د مرکې په اوږدو کې لږ نور هم موضوع ته ننوځي او وايي، هغه شرايط چې زه یادوم د سیمې په نورو هېوادونو په تیره په لیبیا او عراق کې یې تاسو شاهدان یاست.
نوموړی ټینګار وکړ، چې د دولتي جوړښت او د ترورېزم پرضد له مبارزې څخه تر ملاتړ پرته د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره هیڅ بله لاره نشته. پوتین وویل، په عین حال کې باید په سوریه کې له ټولو ډلو څخه وغوښتل شي چې د مثبت خبرو اترو بهیر ته د صلاحاتو د ترسره کولو لپاره له یو منطقي او معقول روش سره راګډ شي.
د روسیې جمهور ریس په ډاګه کړه، چې د بشارالاسد له واکه ګوښه کول د خبرو د پیل د پیش شرط په توګه د منلو ندی او یوازې د سوریې خلک حق لري پرېکړه وکړي، چې هېواد یې څوک او څه ډول اداره کړي.
Leave a Reply