پوټین: د واشنګټن ـ تهران د کړکېچ زیاتېدو اندېښمن کړی یم

پوټین: د واشنګټن ـ تهران د کړکېچ زیاتېدو اندېښمن کړی یم

د روسیې سپوټنیک خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین د پیلنۍ (شنبه) په سهار اعلان وکړ: مسکو د ایران او امریکا تر منځ لانجو له لوړیدو سخت اندیښمن دی.

 

سپوټینک زیاته کړې چې پوټین له یوه امریکایې ویاند “اولیور استون” سره مرکه کې ټینګار کړی او ویلي دي: مسکو د تهران او مسکو ترمنځ هر ډول نښتو اندیښمن دی او نښتې کولای شي د ایران په څنډو کې بې ثباتي راولي.

 

د روسیې ولسمشر څرګنده کړې، د دې دوو هیوادونو مخامخ کیدل به د کډوالو د زیاتیدو او نړۍ اقتصاد او د انرژۍ صنعت جدی زیان لامل شي.

 

په همدې حال کې د تهران او مسکو تر منځ لانجو د لوړیدو په درشل کې، شنونکي په دې اند دي چې د دې دوو هیوادو ترمنځ لانجې کولای شي په یوې پوځي جګړې واوړي چې پایله به یې هم ناوړین رامنځته کیدونکی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.