که مو اوامر نه منئ، بیا سزا ته تیار شئ

که مو اوامر نه منئ، بیا سزا ته تیار شئ

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ولسونو ته ګواښ کړی، که يې په لوړ غږ سندرې واورېدې یا یې د پولیو واکسین لپاره تور سرې له کوره بهر شوې، سخته سزا به ورکړل شي.

طالبانو د یوه لیک په خپرولو سره ویلي: هغوی چې زمونږ اوامر نه مني، سخته سزا به وویني.

پاکستاني رسنۍ وايي، طالبانو دغه لیک په اردو ژبه سیمو کې خپور کړی دی او ټینګار یې کړی چې د سیمې خلک دې زمونږ له اوامرو ډډه نه کوي.

طالبانو زیاته کړې ده چې که په دوکانونو کې هم په لوړ اواز سندرې واوریدل شوی نو هغه دوکانونه به په بمونو الوځول کیږي اؤ نه به هم څوک خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکوي.

په خپل دغه لیک کې طالبانو په سختو ټکو کې ګواښ کړی چې “زمونږ په اوامرو عمل وکړئ یا نتیجو ته تیار شئ”

Leave a Reply

Your email address will not be published.