ګرجستان کې لاریونونه شپږمې ورځې ته غځېدلي تیره ورځ زرګونه کسان د ګرجستان د پارلمان ودانۍ مخې سره راټول شول او یوشمیر واټونه یې وتړل. د لنډمهاله ټاکنو ترسره کیدل د اعتراض کونکو له اصلې غوښتنوڅخه دي، خود ګرجستان واکمن ګوند ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې باید د تناسبي استازولۍ په بڼه ترسره شي، چې د هغه پربنسټ ګوندونه د خپلو ترلاسه کړو رایو پربنسټ په پارلمان کې څوکۍ لاسته راوړي.
Leave a Reply