ترکیې ته رسېدلي کډوال وايي، دغه هېواد یې لارې بندې کړې او نه پرېږدي چې یونان ته واوړي.
کډوال شکایت کوي چې په ترکیه کې د ژوند شرايط خورا ترینګلي دي او که ژر له دغه هیواده ونه وځي په سیمه کې به موسمي اقلیمي تغیرات ددوی پروړاندې په بحرونو کې او د ځمکې له لارې سفرونه ستونزمن کړي.
ترکیې ته رسېدلي اکثره کډوال د سوریې، عراق، افغانستان او پاکستان دي، چې په سختو لارو او د قاچاقچیانو په مرسته هلته رسېدلي دي.
ترکیې ددوی دوه میلونه یې یوازې په یو سټډیوم کې ځای پرځای کړي او د ژوند کولو شرايط یې خورا ناوړه دي.
د ترکیې چارواکي واييله یونان سره په خبرو لګیا دي او که هغه هیواد اجازه ورکړي چې کډوال ورپرېږدي نو دوی به زر تر زره د وتلو دروازې پرانیزي.
Leave a Reply